IQNA

 د آيت الله العظمي سیستانی د مېرمنې جنازه په كربلاي معلي كې ترسره شوه(فیلم)

10:12 - September 30, 2025
د خبر لمبر: 3491789
ایکنا – د ستردیني مرجع آيت الله سيدعلى سیستاني  د مېرمنې جنازه  د لسګونو زرګونو مؤمنانو په شتون كې په كربلاي معلي كې د امام حسين (ع) په حر م كې ترسره شوه.

 ايكنانیوز د السومريې له قوله  نقل كړي، د حضرت آيت الله سيدعلى سیستاني د مېرمنې  جنازه چې وړمه ورځ په نجف اشرف کې په حق رسیدلې ، د زرګونو مؤمنانو په شتون كې په كربلاي معلي كې د حضرت امام حسين (ع) په حر م كې ترسره او خاورو ته وسپارل شوه.

د حضرت آيت الله سسیستاني د دفتر بيان له مخې، «هغه عالمه وه، د آيت الله سيد ميرزا حسن لور، د آيت الله مجدد شيرازي لمسئ، او د آيت الله العظمي سيدعلى حسيني سیستاني مېرمن  وه.»

دا بيان زياتوي: «د مرحومې جنازه د سه شنبې په ۹بجې له شيخ طوسي جومات څخه د هغې ابدي آرامځاي ته انتقال شوه، او د هغې د روح لپاره يادګار مراسم  د سه شنبې او چار شنبې په ماسپښین ،ماښام  او ماسخوتن   لمانځه وروسته په الخضرا جومات كې ترسره کیږي.

 

 

پیکر همسر آیت‌الله العظمی سیستانی در کربلای معلی تشییع شد

پیکر همسر آیت‌الله العظمی سیستانی در کربلای معلی تشییع شد

پیکر همسر آیت‌الله العظمی سیستانی در کربلای معلی تشییع شد

https://iqna.ir/fa/news/4307739

captcha